اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) د پاكستان چیئرمېن کرکټ بورډ محسن نقوی په قذافی سټېډیم د بيا رغونې روانو كارونو جاج اخستو له ناڅاپي دوره وكړه٬ په 53 ورځو كښې د سټېډیم په مجموعي توګه 80 فيصده كار بشپړ كړے شو په كوم كښې چې د مېن بلډنګ ګرے سټرکچر 100 فیصد، پویلین 90 فیصد او د انکلوژرز تعمیراتی کار 75 فیصد بشپړ شوے دے۔ محسن نقوی ووئيل چې نشستونو لپاره د سټركچر د ج??ړو??و او د خندق كار و??وس??ي پړاؤ څخه تېريږي۔ چیئرمین نشستونو لپاره جوړ شوي و??وس??ي سټركچر پلو لاړ او و??وس??ي نشستونو څخه يۍ ?? ګراؤنډ د نوي ويو ستائنه وكړه۔ ده په سټيډيم كښې د بيارغونې په كارونو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دده وېنا وه چې په 10 اكتوبر د قذافي سټيډيم د بيا رغونې كار پېل كړے شو۔ د پاك پروردګار په فضل په 53 ورځې كښې تن??ۍ سره او د اعلی معيار كار بشپړ كړے شو۔ ده ووئيل چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ څخه وړاندې به پراجېكټ بشپړ كړؤ۔ ټول سټيډيم سټېټ آف دي آرټ او د نړيوال معيار له مخې ج??ړو??ے شي٬ په نوي سټيډيم كښې به د 34 زره مينه والو د ناستې ګنجائش وي۔ چیف آپرېټنګ آفیسر پی سی بی سمیر احمد، ډائرېکټر انفراسټرکچر، اېف ډبلیو او او د نېسپاک اړوند چارواكي هم په دې موقعه موجود وو۔
Nguồn bài viết : Lịch thi đấu laliga