اسلام آباد 08 نومبر(اے پي پي )د اطلاعات٬خپرونو او قومي ورثه وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي تحريك انتشار د خپل انتشار سفر روان ساتلے دے٬د دوي مقصد يوازې اين آر او ترلاسه كول دي٬په خېبرپښتونخوا كښې د اولس څوك تپوس نه كوي٬ د پرائمري سكولونو استاذان احتجاج كوي او د صوبې قيادت يوازې په احتجاجي سياست كښې مصروف دې٬معيشت مستحكم كولو نه پس اوس مونږ د پرمختګ پلو روان يو٬وزيراعظم به د نومبر په 10مه نېټه عرب اسلامك سمټ كښ?? ګډون لپاره ??عودي عرب ته ځي٬وزيراعظم به كوپ 29 غونډه كښې هم ګډون كوي۔د جمعې په ورځ پي ټي وي ھيډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل پاكستان كركټ ډلې د آسټرېليا په ضد دوهم ون ډے ميچ كښې د ښې كاركردګۍ مظاهره كړې٬ د قامي ډلې ون ډے ميچ كښې كاميابي د ډاډګيرنې وړ ده٬كپتان محمد رضوان د كيچونو نيولو رېكارډ جوړ كړو ٬پاكستان كركټ ډله ښه والي پلو روانه ده۔ ده ووئېل د انګلينډ په ضد د ټسيټ سيريز ګټلو نه پس اوس د آسټرېليا په خاوره ?? آسټرېليا په ضد ميچ ګټل مثبت او د ډاډ وړ فعل دے۔راتلونكو ورځو كښې به د پاكستان كركټ ډله خپل د لاسه وركړے مقام ترلاسه كړي٬ټول قام او حكومت لخوا د كركټ ډلې ته مباركي وركوم۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف به د نومبر په 10مه نېټه سعودي عرب ته روانېږي او په غزه كښې د روانو ظلمونو په ضد كېدونكې رياض سمټ كښ?? ګډون كوي۔رياض سمټ كښې به د مينځني ختيز په صورتحال خبرې كيږي٬د عرب هېوادونو او اسلامي هېوادونو مشران به په رياض كښې رايوځاے كېږي دغسې چې يوه خبره ??ي او د غزه او فلسطين په معامله حكمت عملي جوړه كړې شي او د اتحاد او اتفاق مظاهره وكړې شي او په دې اړه كوم هم حل راويستلو لپاره هڅه وكړې شي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په هر فورم د فلسطين لپاره ??ږ پورته كړے٬د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم وېنا په ټوله نړۍ كښې تر ټولو زياته كتلې شوې٬وزيراعظم به كوپ 29 غونډه كښې هم ګډون كوي۔ده ووئيل د فلسطين مېډيكل ډله پاكستان كښې تعليم ترلاسه كوي٬د 200 څخ?? زيات ??ېډيكل سټوډنټس پاكستان ته راغلې دي٬وزيراعظم هغوي سره ملاقات ??م كړے۔د وزيراعظم په سپارښتنه د مرستې سامان غزه ته لېږلې شي ٬په نړۍ كښې د غزه او فلسطين معامله چې په كومه موثره ??ريقه پورته كړی شوې دا زمونږ فرض دي ۔وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ ووئيل آذربائيجان پاكستان كښې د دوه ارب ډالره ??رمايه كارۍ اعلان كړی٬آذربائيجان يو داسې هېواد دے چرته چې پاكستانے بيرغ تر سترګو كېږي٬د هغه ځاے اولس د پاكستان په اړه ډېر ښه تاثرات ??ري۔ ده ووئېل آذربائيجان دوست او سټريټجك پارټنر دے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل تحريك انتشار په خپل روش قائم دے٬تحريك انتشار يوازې د اين آر او لپاره په هېواد كښې انتشار راجوړوي ٬په كوئټه كښې د هغوي څو كسان رايوځاے كولې نه شي نو بهانې جوړوي چې د انتظاميې لخوا اجازت نه دې ترلاسه شوے۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی قامي ايشوز او د امن او امان په صورتحال د غېر سنجيدګۍ مظاهره كوي٬په صوبه كښې د ځوانانو چارو ته هېڅ پام لرنه نه كوي ٬تعليمي نظام تباه دے٬د هغوي ټول پام محاذ آر آئي٬جلسې جلسونو او پرلتونو او د خپل ليډر خوشې كولو ته دے۔ ده ووئېل د هغوي په مشر د كرپشن كيسونه دي٬د دغې به هغه له په هره كچه ځواب وركول وي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د احتجاج كوونكو استاذانو خبره ??ورېدل پكار ده ٬د هغوي غوښتنې منظورول پكار دي٬كله چې استاذان كوم جلوس اوباسي او د خپلو حقونو خبره كوي نو هغوي يې يوازې منع كوي نه بلكې تشدد پرې كيږي او وئېلې كېږي چې احتجاج كول د هغوي حق نه دے٬ ده ووئېل استاذان د قام معماران دي٬د هغوي مسئلو حل كولو لپاره چارې بايد په خوشحالۍ سره ??ل كړې شي ۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان معيشت د استحكام څخ?? پرمختګ پلو روان دے٬د هېواد په زرمبادله پنګو كښې اضافه كېږي٬معاشي اشاريې ښې كېږي٬د پاكستان معيشت ښه والي لپاره ??په ورځ هڅې كوو٬د يو اے اي پلاوې سرمايه كارۍ لپاره ?? پاكستان په دوره ??ے۔د يو اے اي پلاوي به د وزيراعظم سره نن ملاقات ??وي٬ ده ووئېل وزيراعظم سرمايه كارۍ ته پام لرنه كوي٬دواړو خوا به په ايم او يو لاس ليك كېږي٬زمونږ رالېږلي ترسيلات زر د اكتوبر په مياشت كښې درې ارب ډالرو ته رسېدلي كوم چې د ډاډ وړ دي٬زمونږ دزرمبادلې پانګې 11 ارب ډالرو څخ?? زياتې شوي٬د پاكستان كرنسي او معيشت ورځ په ورځ ښه والي پلو ځي۔د اطلاعات ??زير ووئيل تحريك انتشار صوابۍ كښې جلسه كوي٬هغوي په خپله صوبه كښې د خپل ځان څخ?? څه غوښتنه كوي ؟ ۔ده ووئيل د سپريم كورټ بار الېكشن نتيجه په 26م آئيني بدلون ټاپه ده ۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان پرمختګ كوي٬تحرك انصاف په بشپړه توګه ناكامه راغلے ٬د هغوي كوئټه٬لاهور او د اسلام آباد سنګجانی جلسه ناكامه شوي ٬اوس د خپلې حلقې خلق رايوځاے كولو سره څه غوښتنه لري؟۔ده ووئيل د رياست معاملات د فارن پالېسۍ برخه وي٬وړومبې يې بيانيه جوړه كړې وه غلامي نامنظور خو اوس خوشحالي لمانځي٬مونږ ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې لرو٬كوم هم هېواد سره ??مونږ تعلق د كوم دوهم هېواد په قيمت نه دے۔پاكستان پرمختګ كوي او دا به دوامدار ساتي ۔ ده ووئېل د وزيراعظم په مشرۍ كښې معيشت ترقي كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چ سعودي عرب سره په لوظ نامو پېشرفت روان دے٬ځينې كمپنۍ پاكستان ته راغلې دي٬معاملات ??ه ښه ډول مخ په وړاندې روان دي ۔ده ووئيل چين پاكستان ملګرتيا لازواله ده٬د دواړو هېوادونو ترمينځه ښه اړيكې قائم دي٬وزيراعظم د چين سفارتخانې دوره كړې٬د چين سفارتكار سره يې ملاقات ??ړے او دوه چينائي اوسېدونكي كوم چې ژوبل شوي وو په هغې يې غمرازي ښكاره كړی او د تورونو خپل انجام ته د رسولو يې باور وركړے۔ده ووئيل پاك چين ملګرتيا مثالي ده او قوي شراكتداري هم دغسې مخ په وړاندې ځي څنګه چې دې له مخ په وړاندې تلل پكار دي٬سي پيك د پاكستان لائف لائن دے٬سي پیك فيز ټو په تندۍ سره ??وان دے٬ په ټولو څانګو كښې زمونږ مرسته به مخ په وړاندې ځي۔ده ووئيل د تحريك انصاف لارښود د 26م آئيني بدلون مسودې سره ??ندان ته تللي وو خو هغوي ته ووئيل شول چې دا مو څه راوړل٬ما بهر كړئ ۔پي ټي آئي دې په ګوند كښې دننه ريفرنډم وكړي چې هغوي غلامان دي يا نه٬ايبسلوټلي ناټ يوه بې بنسټه بيانيه ده۔هغه په خپل اقتدار كښې د پاكستن معيشت ته څه ګټه رسولې؟پاكستان ته يې څه اصلاحات راوړي؟هغه صرف ټولنه تقسيم كړې٬كركه يې خپره كړې او تقسيم يې راپیدا كړے٬ د دې نه علاوه د هغه هېڅ خذمات ??شته۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي د اطلاعات ??زير ووئيل په ګرانۍ كښې كمے راغلے٬پېټرول٬اوړه٬بحلي د تېر كال په مقابل كښې ارزانه شوي دي۔
Nguồn bài viết : kết quả 1.nét